زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/02/21 - 04:44:2
زيارة: 229
مشاركة مع الـأصدقاء

د غزې مسله په نمایشي غونډو نه حل کېږي
 د غزې مسله په نمایشي غونډو نه حل کېږي

انصار: (د کب ۲ مه)، د جرمونو نړیواله محکمه «هاګ» د اسراییلو له خوا د فلسطین خاورې د شپږو لسیزو اشغال په اړه څېړنه کوي او د همدې لپاره پرون په یاده محکمه کې ناسته پیل شوې چې د فبروري میاشتې تر ۲۶مې نېټې به دوام وکړي.

تمه ده چې د څه باندې۵۰هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي په دې غونډو کې خپل نظریات وړاندې کړي.

د نړیوالو چارو شنونکي بیا په دې نظر دي چې په دا ډول غونډو کې یوازې او یوازې د غرب ګټې په پام کې نیول کېږي او د فلسطین په اړه چې د اسراییلو له خوا وحشت په کې لا هم دوام لري؛ هېڅ مثبته پایله به ونه لري.

د نړیوالو چارو شنونکی شفیع الله ستومان وايي، دا ډول غونډې امریکا ته له اسراییلو سره د روانې جګړې په ښکېلتیا کې برات ورکوي او غواړي چې په یو ډول امریکا د اسراییلو له جنایت څخه بېله کړي.

«هاګ محکمه او نور هغه هېوادونه چې د امریکا او یهودو د جګړې خلاف دي او دا یې غندلې، دوی غواړي خپل قوتونه په یو ډول راټول کړي تر څو دا جګړه ودروي، ځګه په اخلاقي لخاظ  دا د غرب لپاره لوی توهین دی، خو دوی ویني چې امریکا د یادې جکړې په راس کې ده. نو حمایت یې کوي. دا نمایشي حرکات نه شي کولی چې فلسطنیان وژغوري، بلکی مسلمانانو ته په کار ده چې د خپلو خاورو او خلکو ساتنه پخپله وکړي.»

د نړیوالو چارو بل شنونکی سید اکبر سیال هم وایي، که اسلامي هېوادونه د غرب په څېر سره یو ځای وای او د اسلامي ارزښتونو لپاره یې واحد دریځ غوره کړی وای، نن به د فلسطین په ګډون په نورو اسلامي هېوادونو کې جګړه نه وای.

هغه وايي، اسلامي هېوادونو ته په کار ده چې متحد شي او د نظامي ځواک تر څنګ اقتصادي ځواک پیدا کړي چې د اسلامي هېوادونو تر څنګ ودرېږي او ملاتړ یې وکړي.

« ټولې نړیوالې محکمې او نړیوال سیسټمونه، دا ټول د غربیانو په لاس کې دي. زه فکر نه کوم چې په دې غونډه کې داسې پرېکړه وشي چې هغه د فلسطین او مسلمانانو په ګټه وي، ځکه هغوی هڅه کوي چې اسراییل د عربو په مقابل کې یو ځواک ښکاره کړي.»

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، امنیت شورا، ترکیې، روسیې او ځینو نورو هېوادونو هم پر غزه او د فلسطین پر نورو برخو د اسراییلو وحشتونه او بمبارۍ غندلې او په دې اړه د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون ډېری غونډې شوې، خو څنګه چې تمه کېده، د دې جګړې په پایته رسېدو کې یې مرسته نه ده کړې.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30228






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم